شنه مرچک چې ځينې يې سور رنګ هم لري، په زياته اندازه ويټامينونه، منرالونه او زيات ګټور مواد لري، چې ډېرې روغتيايي ګټې هم لري. تر ټولو مهم دا چې مرچک د وزن په کمولو کې اساسي ونډه لري. د مرچکو ورځنى استعمال د وجود وازده ويلې کوي او وزن کموي. همدارنګه مرچک د وجود دردونه هم اراموي او د زخم په رغولو کې رغنده رول لري. په ځينو خلکو کې د مرچک استعمال د معدې درد، نس ناسته او د هاضمې سيسټم ګډوډېدل هم رامنځ ته کوي. سره له دې چې مرچک ډېر ترخه دي، خو په بېلابېلو وختونو کې روغتیاپالانو ویلي چې له خپل تريخوالي سره سره، ډېرې ګټې هم لري.
روغتیاپالان وايي، شین مرچک د درد کموالي او د اوسپنې ښه زېرمه ده. هغوی چې د اوسپنې له کمښت سره مخ دي، نو له مرچکو څخه دې په خپلو خوړو کې زیات کار واخلي.
شین مرچک د وینې کلسټرول کموي او د وینې فشار ټیټوي، د زړه ناروغیو لرونکو کسانو ته ګټه کوي. همدارنګه شین مرچک د وینې د پاکوالي سبب هم ګرځي.
شين مرچک د خوړو له ژر هضم سره مرسته کوي او د وزن د کمېدو سبب کېږي.