د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د کانگرېس ډیموکراټ گوند ښځینه غړیو ته ویلي چې د امریکا پر حکومت د نیوکې پر ځاې دې بېرته خپلو ملکونو ته لاړې شي او هغه دې جوړ کړي.
ټرمپ په یوه ټویټ کې لیکلي: «ډېره جالبه ده چې دومره روښانفکره ډیموکراټانې، چې له داسې هېوادونو نه دلته راغلې چې حکومتونه یې مکمل او بېخي ویجاړوونکي دي، په بی شرمۍ سره امریکایانو ته وایي چې حکومت څنگه وچلوی».
خو د کانګرېس ډیموکراټو غړیو د ولسمشر ټرمپ دغه خبره له تعصب او حیرانتیا څخه ډکه بللې ده.
که څه هم ولسمشر ټرمپ په ښکاره توګه د چا نوم نه دی اخیستی، خو داسې ښکاري چې د هغه موخه به د نیویارک ایالت استازې اوکاسیو کرټیز، د مني سوټا ایالت استازې الهان عمر او د میشگن ایالت استازې رشیده طیب وي.
د دغو دریو ایالتونو د استازو او ډیموکراټو مېرمنو ډله، وخت ناوخت پر ولسمشر ټرمپ توندې نیوکې کوي.
الهان عمر د کانگرېس هغه یوازینۍ غړې ده چې په سومالیا کې زيږېدلې او په ١٩٩٧ز کال کې یې امریکا ته مهاجرت کړی دی.
بلخوا اوکاسیو کرټیز د ولسمشر ټرمپ د څرگندونو په ځواب کې ویلي: «ولسمشر ټرمپ! زه امریکایۍ یم او امریکا ته مې لوړه کړې ده. ته غوسه یې؛ ځکه ته داسې امریکا نه شې زغملی چې موږ پکې شامل یو. ته د خپلې غلطۍ لپاره پر یوه وېرېدلې امریکا تکیه لرې».
بلخوا د امریکا د کانگرېس رییسې نانسي پلوسي هم د ولسمشر ټرمپ دغه څرگندونې غندلې او هغه یې متعصب بللی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې د ولسمشر ټرمپ او کانګرېس ترمنځ خبرې ناندریزې کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم سپینې ماڼۍ او کانګرېس پر یو بل تورونه او توندې نیوکې کړې دي.





































