د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره ورځ په ترکیه کې د ناکامې کودتا د کلیزې مراسمو ته د خبرو پر مهال ویلي، چې ایس څلور سوه روسي دفاعي سیستم به په ترکیه کې فعالېږي او ډېره برخه توکي یې دغه هېواد ته رسېدلي دي. دده په وینا تر ۲۰۲۰ ز کال پورې به دغه سیستم په بشپړه توګه په ترکیه کې فعال شي. ترکیې داسې مهال دغه اقدام کړی چې تر دې وړاندې امریکا په دې تړاو خبرداری هم ورکړی دی. امریکا ویلي وو، چې ښایي پر ترکیه ددې دفاعي سیستم د اخیستو له امله ځینې بندیزونه هم وضع کړي. خو ترکیې د امریکا د خبرداریو پروا نه ده کړې.





































