د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف چې اوس امريکا کې دی،دغه هيواد يې پر سفر ځينې بنديزونه لګولي دي، ملګرو ملتونو ویلي چې ددغه بندیزونو په اړه اندېښمن دي. د ملګرو ملتونو یوه ویاند رسنیو ته ویلي، د ټرمپ ادارې خبرداری ورکړی، چې جواد ظریف له ځینو محدودو ځایونو پرته نورو سیمو ته د سفر او تګ راتګ اجازه نه لري. هغه کولی شي یوازې د ملګرو ملتونو مقر ته لاړ شي، خپل هستوګنځي ته تګ راتګ وکړي او هوايي ډګر ته لاړ شي. ملګرو ملتونو پر دغه بندیز اندېښنه ښودلې ده.





































