د پاکستان تر واک لاندې کشمیر سیمه کې سیلابونو ۲۸ کسان مړه کړي او ګڼ شمېر نورو ته یې زیان اړولی دی. له طبیعي افتونو سره د مبارزې مرکز ویلي، چې یادو سیلابونو ۲۸ کسان مړه کړي او دغه راز یې د تلفاتو د شمېر زیاتوالې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. راپورونه وایي، په نیلم دره کې هم ګڼ شمېر خلک زیانمن شوي دي چې شمېر یې تر اوسه معلوم نه دی. په دغو سیلابونو کې تر ۱۵۰ ډېر کورونه زیانمن شوي دي او په زرګونو خلکو خپل کورونه پرېښي دي.





































