هندي رسنۍ وایي، په یاد هېواد کې د یوې ودانۍ نړېدو پېښه کې ۱۲ کسان مړه شوي دي. د راپورنو له مخې، دا ودانۍ د سخت باران تر ورېدو وروسته نړېدلې ده چې له امله یې ۱۲ کسان مړه شوي او ګڼ نور ټپیان دي. هندي چارواکي وایي، مرستندویه ډله یې سیمې ته لېږلې ده او د لاندې شویو کسانو لټون یې پیل کړی دی. د چارواکو په خبره ودانۍ څلور منزله وه، ډېرو کسانو پکې ژوند کول نو ښایي د تلفاتو شمېر ډېر شي.





































