د امریکا د کانګرس یو شمېر ډموکراټو غړو د ډونالډ ټرمپ د استیضاح غوښتنه کړې ده. پر ټرمپ دا نیوکې د زیاتېدو په حال کې دي چې د امریکا کانګرس د څلورو غړو په اړه یې له توکه میز تبعیضه ډکې خبرې کړې دي. ټرمپ د کانګرس د څلورو غړو د څرګندونو په اړه غبرګون کې په سپینه ماڼۍ کې یوې غونډې ته ویلي وو، هغوی یوازې شکایت کوي، دا خلک له هېواده کرکه لري نو که دلته خوشحاله نه وي، تللی شي. د راپورونو له مخې د کانګر دڅلورو ډموکراټو غړو په ګډون یو شمېر نورو سناتورانو هم د ټرمپ د استیضاح غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې امریکا باید د ټرمپ په څېر متعصب ولسمشر نه وژغورل شي.





































