د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، د میانمار حکومت لا هم هغه کسانو ته سزا نه ده ورکړې چې د روهینګیا مسلمانانو په قتل عام کې یې لاس درلود. د پمپیو په خبره امریکا پرېکړه کړې چې ددغه هېواد د پوځ مشر د مسلمانانو په قتل عام کې د لاس لرلو په تړاو تر بندیزونو لاندې راولي. نوموړي ویلي امریکا د مذهب ازادۍ ته ژمنه ده او دغه ډول بشر ضد کړنې ورته د منلو نه دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د میانمار پر حکومت غږ کړی چې د تېرو پېښو څېړنه دې وکړي او مجرمینو ته دې سزا ورکړي.





































