د میدان وردګو ولایت روغتیايي چارواکي او د ولایتي شورا غړي وايي ،وسله والو طالبانو د وروستيو شپنيو عملياتو او چاپو غبرګون کې ،ټولو روغتیايي کارکوونکو ته خبرداری ورکړی او دغه مرکزونه یې ور تړلي دي. د ولایتي شورا غړي وايي چې ځينې روغتیايي کارکوونکو ته په دې تړاو ګواښونه هم شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست کارکوونکي هم وايي چې د وسله والو طالبانو د خبرداري له امله روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي. ددغه ولایت امنیتي ادارې وايي دوی د روغتیايي کارکوونکو د امنیت په تامین کې هڅه کوي خو دمګړی ددغه ولایت په ډېری لرو پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونه تړلي دي. له دې سره ددغه ولایت زرګونه اوسېدونکي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري او اړ دي خپل ناروغان غزني او کابل ته ولېږدوي.