د روسیې ددفاع وزارت رسنیو ته ویلي چې اندرا ګډ نظامي تمرینات به په ډسمبر میاشت کې په هند کې ترسره شي. د سرچینې په وینا په دغه تمریناتو کې به ځمکني، هوايي او بحري ځواکونه ګډون کوي او د خپل ډول تر ټولو پراخ تمرینات به وي. روسیې او هند په دې وروستیو کلونو کې ګڼ ګډ تمرینات ترسره کړي دي. د اندرا په تېرو ګډو تمریناتو کې چې په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شول، ۵۰۰ روسي او هندي ځواکونو برخه اخیستې وه. خو ویل کېږي چې دا ځل به د سرتېرو او وسایطو شمېر پکې ډېر وي.





































