پاکستان د لومړي ځل لپاره د یوې ترهګرې ډلې د بنسټګر حافظ سعید د نیولو خبر ورکړی دی. حافظ سعید د لشکر طیبه ترهګرې ډلې بنسټګر دی چې د امریکا له لوري د ترهګرو په تور لېست کې هم شامل کړل شوی دی. هند او امریکا په ځلونو له پاکستان غوښتي وو، چې د حافظ سعید په نیولو کې همکاري وکړي، خو نوموړي تر دې دمه د پاکستان په لاهور کې ازادانه ژوند کاوه. حافظ سعید تورن دی، چې په کشمیر کې د سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي او همدا راز یې په ۲۰۰۸ ز کال کې د ممبيي په خونړیو بریدونو کې لاس درلود.





































