د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي پر ایران د امریکا فشارونو مثبته پایله لرلې ده او اوس دغه هېواد تیار دی، چې د خپلو راکیټي پروګرامونو په اړه له امریکا سره خبرې وکړي. ده ویلي دا د ناندریو په کمولو کې یو مهم ګام دی. تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ویلي، چې ایران د خپلو اټومي پروګرامونو په اړه د خبرو لپاره تیاری ښودلی دی. بلخوا ایراني چارواکو بیا ددغه خبرو په غبرګون کې ویلي چې دوی د راکیټي پروګرام په اړه له امریکا سره هېڅ وخت خبرو ته تیاری نه دی ښودلی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف بیا ویلي، هغه وخت له امریکا سره د راکیټي پروګرامونو په اړه غږېږي چې واشنګټن سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د وسلې د برابرولو لړۍ پای ته ورسوي.





































