د ایران د بهرنیو چارو وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا اقتصادي ترهګري پيل کړې او غواړي په دې توګه ځينې هېوادونه له پښو وغورځوي. د جواد ظریف په خبره امریکا پخپله له اتومي تړون وتلې ده او په دې توګه یې خپله پښه په مرمۍ ويشتلې ده. هغه ویلي که امریکا پر ایران نور اقتصادي بندیزونه ولګوي، نو نړیواله ټولنه او نورې ادارې باید په دې اړه پټه خوله پاتې نه شي. هغه یو ځل بیا ویلي چې که امریکا هر ډول اقدام کوي نو ایرانیان د خپلې خاورې او حکومت دفاع ته تیار دي.





































