جاپاني چارواکي وایي، په دې هېواد کې په یوه ودانۍ کې اورلګېدنې دولس کسان وژلي او یو شمېر نور ټپیان دي. جاپاني رسنیو د جاپان د پولیسو له قوله ویلي، یو شکمن کس د کیوټو په نوم انېمیشن فلمونو جوړنې کمپنۍ ته ورغلی او یو ډول مایع مواد یې شیندلي چې له هغه وروسته اور لګیدلی دی. د شکمن کس په اړه ډېر جزیات نه دي خپاره شوي خو چارواکي وایي یاد کس یې نیولی او د ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوی دی. د چارواکو په خبره د شکمن کس له رغېدو وروسته به معلومه کړي چې دې ودانۍ ته یې ولې او څنګه اور ورته کړی دی.





































