وروسته له هغه چې ترکیې له روسیې څخه ایس 400_ سیسټم وپېرل امریکا یاد هېواد له هغه پروګرامه وایست چې باید د یو تړون له مخې یې دې هېواد ته ایف-35 ډوله الوتکې ورکړې وای. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا یو اړخیزه پرېکړه نه د متحدینو ترمنځ اړیکو سره جوړه راځي او نه پر منطقي دلایلو ولاړه ده نو ترکیه دا پرېکړه غندي. یاد وزارت دغه راز له امریکا غوښتنه کړې ده چې له دې تېروتنې دې تېر شي، ځکه چې په خبره یې دا پرېکړه به د دواړو هېوادونو ستراتیژیکې اړیکې سختې خرابې کړي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا پرون اعلان کړی دی چې ترکیه له روسیې د ایس ـ 400 سیسټم په پېرلو سره د ایف-35 ډوله الوتکو له پروګرامه ایستل شوې ده.





































