امریکا وایي د دوی سمندري بیړۍ د هرموز په تنگي کې د ایران ډرون الوتکه ویشتلې ده. امریکا وایي ډرون الوتکه یې د هغوی سمندري بیړۍ ته د گواښ پېښولو له کبله په نښه کړه خو ایران وایي چې هغوی په دې اړه هېڅ معلومات نه لري. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي، چې د ایران یوه ډرون الوتکه یې له هغې وروسته وویشتله چې د هرموز په تنگي کې د امریکا بیړۍ ته زر میتره نږدې راغلې وه او د څو ځله خبرداریو باوجود په شا نه شوه. ټرمپ ویلي، چې دا د ایران د پاروونکو فعالیتونو چې په نړیوالو اوبو یې ترسره کوي، تر ټولو وروستی اقدام دی. نوموړي ویلي، امریکا د خپلو کارکوونکو او گټو د حفاظت حق لري. ټرمپ ویلي چې هغوی د ایران ډرون سمدستي ویشتلي ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف خبریالانو ته ویلي چې دوی په دې اړه هېڅ ډول معلومات لري.





































