جانېت جېکسن، فيفتي سېنت او کريس براون هغه سندرغاړې دي چې تېره ورځ یې په جدې ښار کې سندرې وويلې. تر دې مخکې سندرغاړې نيکي ميناج د جدې په کنسرت کې د نه راڅرګندېدو دليل دا ښوولی وو چي په دغه هيواد کې بشري حقونو ته اندېښمنه ده. خو تېره ورځ د سره سمندر غاړې ته پروت د جدې ښار په نړيوال جشن کې د امريکايي سندرغاړو له شوره ډک موزيک وړاندې شو چې خلکو ورته په چکچکو او خوشحالۍ سره نڅا کوله. نيکي ميناج هغه سندرغاړې ده چې د خپلو سندرو د متن د طرز او د تنګو او لنډو جامو اغوستلو په واسطه د خلکو پارولو ته لمن وهي.





































