د پاکستان لومړی وزیر عمران خان سبا یکشنبه په درې ورځني سفر امریکا ته ځي. نوموړی به د خپل سفر په دویمه ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وویني، سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه لیدنه کې به د امریکا او پاکستان تر منځ د اړیکو پر لا ټینګښت خبرې وشي. اعلامیه کې ویل شوي، لیدنه کې به د سیمې، سولې ثبات او اقتصادي ودې په تړاو بحث وشي. د عمران خان د دې سفر په اړه یو شمېر کارپوهانو ویلي، دغه سفر کې د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکو کې د کوم لوی پرمختګ نښې نه ښکاري، خو په وینا یې د افغان سولې خبرې به مرکزي اهمیت ولري. امریکا کې د پاکستان پخوانۍ سفیره شیري رحمان وايي، دا به ښه وي چې پاکستان د افغان سولې له بهیره د خپل حالت غوروالي لپاره ګټه واخلي.





































