ایراني رسنۍ وایي، د دې هېواد ځواکونو د خلیج په اوبو کې د برتانیا د تېلو دوه لېږدوونکې بېړۍ نېولې دي. وروستي راپورونه وایي چې یوه بېړۍ بېرته پرېښودل شوې خو دویمه ایراني ځواکونو له ځانه سره بېولې ده. د دې پېښې په اړه لندن کې د برتانیا حکومت د کابینې بېړنۍ غونډه رابللې چې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي. د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیرمي هنټ ویلي، د دې وضعیت په اړه سخت اندېښمن دی. د یوې بېړۍ څښتنه اداره “سټینا امپېرو ” وایي، بېړۍ یې د سعودي عربستان پر لور روانه وه، خو دوی اوس ورسره اړیکه نشي ټینګولی. یاد شرکت وایي په بېړۍ کې ۲۳ تنه عمله هم سفر کوي او د هرمز تنګي ته نږدې د ناپېژانده کوچینو کښتیو او جنګي چورلکې لخوا درول شوې ده. ایراني چارواکو ویلي، د سټینا امپېرو په نامه بېړۍ خپل جي پي اېس بند کړی و، په ناسمه لاره روانه وه او د ایراني ځواکونو په اشاره نه وه درېدلې نو ځکه یې نېولې ده.





































