د سعودي له خوا د امریکايي ځواکونو د ورتګ هرکلی او موافقه داسې مهال شوې چې د سعودي د دفاع وزارت په وینا، په سیمه کې د ترینګلتیا له رامنځ ته کېدو وروسته د امنیت د ټینګښت په موخه ګډ خوځښتونه پیل شوي دي. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، د سعودي او مریکا ترمنځ د ګډې همکارۍ پربنسټ او په سیمه کې د امنیت او ټیکاو ساتلو په موخه پاچا سلمان د امریکايي پوځيانو د راتګ هرکلی کړی. دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی چې په منځني ختیځ کې د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکي ترینګلي شوې دي. ایران سیمې ته د سرتېرو پر لېږلو غبرګون ښودلی او دغه ډول اقدامات یې سیمې ته خطرناک بللي دي.





































