د پاکستان هوايي چلند یوه اړونده الوتکه د ګلګت پر هوايي ډګر د کېناستو پرمهال د پيلوټ له کننټروله وتلې ده. الوتکه هوايي ډګر ته نږدې پر یوه ډاګ کې ښکته شوې، خو ټول مسافر یې خوندي دي او له الوتکې ایستل شوي دي. الوتکه له پلازمېنې اسلام اباده ګلګت ته الوتلې وه. لومړني معلومات ښيي چې په الوتکه کې ۴۸ کسان سپاره وو. ژغورونکو ډلې او امنیتي مسوولین سیمې ته رسېدلي دي او وایي د پېښې په اړه به لا ډېر معلومات وروسته ورکړي.





































