بریتانیا په هرمز تنګي کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک لخوا د یوې بریتانوۍ کښتۍ د نیولو له امله دغه هېواد ته خبرداری ورکړی دی. د زود دویچه المانۍ ورځپاڼې د خبر له مخې، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هانټ ویلي، دا بیخي په قطعي ډول روښانه ده چې که چېرته ایران د دوی کښتۍ خوشې نه کړي نو له ډېرو بدو عواقبو سره به مخ شي. هانټ زیاته کړې، بریتانیا که څه هم پر پوځي حل لارې فکر نه کوي خو که دغه وضعیت دوام وکړي نو غوڅ ځواب به ورکړي. نوموړي ویلي چې په دې اړه یې له خپل امریکایي سیال مایک پومپیو سره خبرې کړې دي او هڅه یې کړې چې له جواد ظریف سره هم اړیکه ونیسي خو تر اوسه بریالی شوی نه دی. بریتانیا له هرمز تنګي نه تېرېدونکو خپلو کښتیو ته امر کړی دی چې تر بل امر پورې د هرمز تنګي په شاوخوا اوبو کې له تردد څخه ډډه وکړي.





































