ټوېټر ایران کې د صدا او سیما او مهر په ګډون د حکومتي رسنیو ځینې اکونټونه له دې کبله ځنډولي، چې بهايي وګړو ته یې له ځورونو ډکې څرګندونې خپرولې. همدارنګه مهر دیپلوماسي او د ایران د مذهبي مشر د اثارو د خپرېدو او ساتنې اړوندې ټوېټر پاڼې هم له کنټروله وتلې دي. په پیل کې، دغو رسنیو ویلي وو، د ټوېټر پاڼو تړل کېدو لامل یې ظاهراً د ایران له خوا د بریتانیايي تېل وړونکې بېړۍ راګرځول ښودل شوي. خو یوې سرچینې ویلي، یاد ایراني ټوېټر اکونټونه د ایراني بهایانو د هدفي ځورونې له کبله ځنډول شوي. بهایان د ایران ۱۳۵۷ کال له انقلاب وروسته له خپلو ډېرو حقونو بې برخې شول، پر ټولنیزو فعالیتونو او پوهنتونونو کې یې پر زدکړو بندیز ولګول شو. ایراني چارواکي بهایانو ته د داسې مذهبي لږکیو په سترګه ګوري چې ایران یې په رسمیت نه پېژني.





































