د خیبر پښتنوخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې دوو جلا پېښو کې د څلورو پاکستاني پولیسو په ګډون اووه تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې دا داوړه پېښې د څو دقیقو په توپیر رامنځته شوې دي. پاکستاني پولیسو ویلي چې لومړی څو تنو بریدګرو نن سهار ۷ بجې او څلوېښت دقیقې د کوتله سیدان په سیمه کې پر یوې پوستې برید وکړ او دوه پولیس یې ووژل. د پولیسو په خبره، دویمه پېښه چې ځانمرګی و، روغتون ته د لومړۍ پېښې د قربانیانو تر انتقال وروسته رامنځته شوې چې د دوو پولیسو په ګډون یې درې عام وګړي وژلي او ۲۴ نور یې ټپیان کړي دي. په ټپیانو کې شپږ پولیس او پاتې نور یې ملکیان دي. د برید پړه تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې ده.





































