د هند په شمال ختیځ ایالت، اسام کې د تېزو بارانونو له امله راوتلیو سیلابونو ۶۲ تنه مړه کړي او یو شمېر نور تري تام دي. د چارواکو په خبره، دا تېز بارانونه د جولای میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوي خو وړمه شپه او پرون ورځ یې شدت ډېر شوی دی چې له امله یې سیلابونه راوتلي او یاد مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي. د راپورونو له مخې د دې سیلابونو له امله ۱۳۰ زره کسان له خپلو سیمو کډه کولو ته اړ شوي او دغه راز یې په ۲۴ ایالتونو کې تر ۱۵۰ زره ډېر وګړي له ګواښونو سره مخ کړي دي. د اسام ایالت سیمه ییز چارواکي وایي چې دې سلابونو دغه راز ۱۵۰ هکتاره ځمکه هم چې کښت ورباندې شوی وو له منځه وړې ده.





































