نامعلومو وسله والو د ایران پولې ته څېرمه د سپاه پاسداران پر ځواکونو برید کړی دی چې له امله یې د یاد پوځ دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د ایراني رسنیو د راپورنو له مخې دا پېښه پرون د ایران په سیستان بلوچستان ولایت کې رامنځته شوې ده. سپاه پاسداران ځواک ویلي چې دا یوه ترهګریزه پېښه وه خو دا چې چا کړې ده په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي. دا په داسې حال کې ده چې په تېره فبروري میاشت کې له القاعده سره تړلې یوې ډلې په همدې ولایت کې د پاسداران ځواک پر موټر ځانمرګی برید وکړ چې له امله یې د دې ځواک ۲۷ غړي ووژل شول.





































