د امریکا په ختیځو او مرکزي سیمو کې خلک سخته ګرمي تجربه کوي او د نیویارک په ګډون فیلاډیلفیا او واشنګټن کې تودوخه د سانتي ګرېډ ۳۸ درجې ته رسېدلې ده. د امریکا د هوا پېژندنې ادارې ویلي، که چیرې احتیاطي تدابیر ونه نیول شي، نو د تودوخې د لوړې درجې او رطوبت ترکیب کیدای شي د ستریس او د خلکو د ضعف سبب شي. په ورته وخت کې د ځینو امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د ګرمۍ دې سختې څپې د امریکا د فوټبال د ملي لیګ د یوه پخواني لوبغاړي په ګډون شپږ کسان وژلي دي. د نیویارک ښاروال بیل ډي بلسیو، د ګرمۍ له امله بیړنی حالت اعلان کړی او د ښار چارواکو له ګرمۍ څخه د ژغورنې لپاره مرکزونه پرانیستي دي.





































