د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې له خپل ترکي سیال مولود چاوش اغلو سره يې په ټلیفوني خبرو کې له روسیې د اېس- ۴۰۰ توغندیو د دفاعي سیسټم د پېرلو په تړاو، د خپل هېواد جدي اندېښنې شریکې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله، مايک پامپیو دا خبره له دې امله کړې چې ترکیې له روسیې سره د مزایلو د دفاعي سیسټم د معاملې د عملي کولو لپاره ګامونه پورته کړي دي.
دې معاملې د ناټو د دواړو غړو ترمنځ اړیکې خرابې کړې او په دفاعي چارو کې یې د دواړو د میلیاردونو ډالرو معاملې له ګواښ سره مخ کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ترکیې په دې وروستیو کې اعلان وکړ، چې له روسیې سره د شوې هوکړې له مخې، له دغه هېواد د اېس- ۴۰۰ توغندیو دفاعي سیسټم لومړۍ جوپه د جولای په دوولسمه او دیارلسمه ترکیې ته ورسېده.
د ترکیې له دغه اعلان وروسته دا لومړی ځل دی چې د ترکیې او امریکا د حکومتونو تر ټولو لوړ رتبه چارواکي په ټلیفون کې خبرې کوي.
د امریکایي چارواکو دغه اندېښنې داسې مهال دي، چې متحده ایالتونو ترکیې ته بیا بیا خبرداری ورکړی و چې که له روسیې د توغندیو یاد دفاعي سیسټم وپېري، پر دغه هېواد به بندیزونه ولګوي او له ترکیې سره د اېف- ۳۵ جنګي جیټ الوتکو له شوي تړونه به ووځي.
د امریکا او ناټو پوځي چارواکي وايي چې دا سیسټم د ناټو له پوځي سیسټمونو سره اړخ نه لګوي او د ناټو جنګي الوتکو ته ګواښ پېښوي.
په ورته وخت کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم څه موده وړاندې ترکیې ته د اېس- ۴۰۰ توغندیو د دفاعي سیسټم د لومړۍ جوپې د رسېدو پر مهال وویل، چې له روسیې څخه د دغه سیسټم تر لاسه کول یې د هېواد تر ټولو لویه تاریخي لاسته راوړنه ده.
نوموړي دغه راز ټینګار وکړ چې یاد سیسټم به تر ۲۰۲۰ ز کال پورې نصب شي.





































