د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا د امریکا د کانګرس په څلورو ډموکراټو غړیو تُندې نیوکې کړي. د امریکا ولسمشر پرون په خپله ټوېټرپاڼه د امریکا د کانګرس څلورو ښځینه غړیو ته په اشارې ویلي چې د ده په فکر په دغو ښځو باندې امریکا ګرانه نه ده او د خپلو خبرو په خاطر دې له امریکا او اسرائیل بخښنه وغواړي. الکساندرا کورتز، ایانه پریسلي، رشیده تلایب او الهان عمر د امریکا د کانګرس هغه څلور ښځینه غړې دي چې د ټرمپ له انتقادونو سره مخ دي. د دوی څلورو واړو میندې او پلرونه له نورو هېوادونو امریکا ته کډوالې شوې دي. دا څلور واړه ډموکراټانې چې ځان د “سکواډ” یا ډلګۍ په نوم یادوي په ټرمپ د بېلابېلو پالیسیو په خاطر انتقادونه کوي. ټرمپ تېره اوونۍ هم په ټویټر لیکلي و چې د امریکا د کانګرس په هغو څو ډموکراټ غړیو چې امریکا یې خوښه نه ده کولای شي بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي. د ټرمپ د دغو کمپایني خبرو پرمهال د هغه پلویانو دا شعاره ورکاوه چې الهان عمر دې بېرته خپل هېواد ته ستنه شي. ټرمپ د همدغو شعارونو په خاطر هم له سختو نیوکو سره مخ شو.





































