ایران بریتانیا ته خبرداری ورکړی دی چې د خلیج په اوبو کې د یاد هېواد له لوري د درول شوې بریتانوۍ کښتۍ برخلیک په څېړنو پورې تړلی دی. د ایراني چارواکو په خبره دا کښتۍ به تر هغه وخته پورې خوشې نه کړي څو پورې چې دوی خپلې څېړنې بشپړې کړې نه وي. په هغه ویډیو کې چې د سپاه پاسداران له لورې خپرې شوې ښکاري چې یوه بېړۍ د څو چټکو کښتیو په کلابندۍ کې ده او ځینې پوځیان پکې ښکاري چې پاس له هلیکوټرو د پړو په واسطه پر همدې کښتۍ راکوزېږي. نیول شوې کښتۍ د بریتانیا ده او ایراني پوځیانو څه موده وړاندې د جبل الطارق په ابنا سیمه کې ونیوله. سپاه په هغه وخت کې هم ګواښ کړی و چې یوه بریتانوۍ کښتۍ به پر امریکا د فشار له امله ځان سره ساتي.





































