د اوکراین په ختیځ کې د اوکرایني پوځ پر موټر شوې چاودنې دوه سرتېري وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي. پوځ د چاودنې ځای نه دی ښودلی خو زیاته کړې یې ده چې دا پوځیان د دښمن د ورانکاره کړنو ښکار شوي دي. دا چاودنه وروسته تر هغه کېږي چې څه موده وړاندې د روس پلوه بیلتونپالو، د اوکراین د حکومت او اروپایي ټولنې ترمنځ یو تړون لاسلیک شو چې له مخې یې باید په سیمه کې اوربند مراعات شوی وای. د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان ویلي چې په دې سیمه کې له شوې چاودنې سره ۷۵ ځله له اوربنده سرغړونه شوې ده. له ۲۰۱۴ کال راهیسي په اوکراین کې د پیل شوي کړکېچ له امله شخړو کې تر ۱۳ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.





































