د سینهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې په بېجينګ کې د عربي متحده اماراتو د بهرنيو چارو له وزير شيخ عبدالله سره کتلي دي. وانګ یې ویلي چې امارات په منځني ختیځ کې د چین مهم او باوري همکار دی او دوی غواړي له اماراتو سره يو ځای د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې پلې کړي. د وانګ یې په خبره، دوی به دغه راز د يو کمربند او يوې لارې اړيکې ټينګې، په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي اړیکې او دغه راز د ترهګرۍ پر ضد اجرایيوي همکارۍ پياوړې کړي. په ورته وخت کې عبدالله ويلي چې عربي متحده امارات غواړي له چين سره د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، کلتور، ښوونې او سيمه ييزو چارو کې نږدې همکارۍ ولري.





































