د ایران د استخباراتو وزارت وایي، امریکا ته یې د جاسوسۍ په تور ۱۷ کسان نیولي دي. یاد وزارت ویلي، دوی په بریالیتوب سره وکولی شول چې د امریکا د جاسوسۍ شبکه په بشپړه توګه له منځه یوسي. د دې وزارت یو چارواکي ویلي، ځینې کسان په مرګ او ځینې هغه یې په اوږده حبس محکوم شوي دي. ایراني چارواکي وایي، دا کسان چې تورن پېژندل شوي وو د ۲۰۱۹ میلادي کال په مارچ میاشت کې نیول شوي وو او له څېړنو وروسته ورباندې تورونه ثابت شوي دي. دا موضوع په داسې حال کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې د ترینګلتیا وروستۍ کچې ته رسېدلې دي.





































