په اوړي کې که څه هم خپل موسمي خواړه وي، خو دلته موږ تاسې ته ۱۲ هغه خواړه ښیو، چې ستاسې د وجود معافیتي سیسټم قوي کوي، د وجود په زیات خولې کېدو سربېره، د پوستکي په ګډون د ډېرو نورو ناروغیو مخنیوی هم کوي.
۱– مستې: د خوراک غوره وخت يې غرمه دی
۲– شړومبې (تروې): د خوراک غوره وخت يې سهار او څاښت دی
۳– د لیمو اوبه: څاښت یې د خوراک تر ټولو ښه وخت دی
۴– بادرنګ: د غرمې له ډوډۍ سره
۵– رومیان: د غرمې له ډوډۍ سره
۶– ام یا د ام جوس: سهار له وخته او یا هم ماسپښین
۷– هندواڼه: سهار او ماسپښین
۸- د وېلني (نعناع) پاڼې
۹- شیدې چې لږ سړې شوې وي له ویده کېدو مخکې وڅښل شي
۱۰ـ د کوپرې اوبه
۱۱ـ د ګني شربت
۱۲ـ خټکی یا خربوزه