هندي رسنۍ د ټرمپ او عمران خان وروستۍ لیدنه د هند لپاره خطرناکه بولي. هندي رسنیو په خپلو تحلیلونو کې ویلي پاکستان هڅه کوي هند د افغانستان د سولې په مسئله کې ګوښه وساتي او له ټرمپ سره د عمران خان وروستۍ لیدنه د هند لپاره د خطر زنګ دی. سرچینه کاږي پاکستان په سیمه کې د جګړو او ترهګرۍ د پالنې مهم مرکز دی، خو اوس غواړي د افغان سولې په مسئله کې هم مرکزي رول خپل کړي. په مطلب کې وړاندې راځي امریکا پر ځای ددې چې پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله تر فشارونو لاندې راوستی وای او پر دغه هېواد یې بندیزونه وضع کړي وای، برعکس د سولې په برخه کې همکاري ترې غواړي او دغه هېواد خپل مهم ملګری بولي. ټرمپ او عمران خان په وروستۍ لیدنه کې د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ پر دې خبرې کړې دي چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ښې کړي. ټرمپ ویلي که عمران خان بلنه ورکړي نو دی تیار دی چې پاکستان ته سفر وکړي. هندي رسنۍ دا هر څه په سیمه کې د خطر زنګ بولي.





































