مرسته کوونکي او ټولنیز فعالان وايي د سوریې په شمالي برخه کې پر یو بازار هوايي برید ۳۱ کسان وژلي دي. سرچینې وایي د ادلب په سویل معرة النعمان ښار کې د جنګي الوتکو بمباریو کې لږ تر لږه پنځوس کسان ټپیان شوي دي او پراخه ویجاړي یې رامنځ ته کړې. روسیې هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې د دوی جنګي الوتکې په دې بریدونو کې ښکېلې وې. ملګرو ملتونو ویلي چې د روان کال د اپرېل له ۲۹مې راهیسې شاوخوا ۳۵۰ ملیکان وژل شوي او ۳۳۰ زره نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي. په سوریه کې له اته کلنې کورنۍ جګړې وروسته ادلب، د حماه شمال څنډه او د حلب لویدیځه برخه د وسله والو مخالفینو وروستي تمځایونه دي. په دې سیمه کې شاوخوا دوه میلیونه او اوه سوه زره کسان ژوند کوي





































