د امریکا ولسمشر ویلي له پاکستان سره یې اړیکې سمې شوې دي نو له دغه هېواد سره ۱،۳ میلیارده ډالر کلنۍ نظامي مرسته له سره پيلوي. ټرمپ وایي تر دې وړاندې دغه مرسته ځکه ځنډول شوې وه چې پاکستان له امریکا سره رښتینی نه و او په ډېری مسایلو کې یې دوه مخی چلند کاوه. ده دا هم ویلي چې دا مرستې د نورو ولسمشرانو پر مهال ځنډول شوې وې، خو د عمران له حکومت سره د امریکا اړیکې سمې دي او مرستې به بېرته پيلېږي. ټرمپ د خپل حکومت له پیل سره سم پر پاکستان پوځي مرستې ودرولې خو اوس وايي، چې دغه مرستې به له سره پيلېږي. ټرمپ دغه راز پاکستان خپل ښه متحد بللی دی او تمه لري چې د امریکايي ځواکونو په وتلو کې همکاري ورسره وکړي.





































