هند د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه خبره رد کړې ده چې له عمران خان سره یې لیدنه کې ویلي و، نریندرا مودي ورنه د کشمیر مسئله کې د منځګړتوب غوښتنه کړې ده. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، لومړي وزیر مودي، له ټرمپ څخه هیڅ داسې غوښتنه نه ده کړې. د ویاند په خبره، د هند دریځ تل څرګند دی او هغه دا چې دوی غواړي پر دې موضوع دوه اړخیزې خبرې وشي. هند دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له عمران خان سره په لیدنه کې ویلي، مودي له ده نه غوښتنه کړې ده چې د کشمیر مسئله کې د پاکستان او هند تر منځ منځګړتوب وکړي او دی چمتو دی. کشمیر د هند او پاکستان تر منځ لانجمنه سیمه ده چې تر یوې خونړۍ جګړې وروسته یې دواړه لوري د ملکیت دعوا لري.





































