اسراییلي ځواکونو د حمص په ښار کې د فلسطینیانو لس استوګنیزې ودانۍ ویجاړې کړې دي. راپورونه وایي اسراییلي ځواکونو وادي حمص کلي کې له ۱۰ ودانیو په ډېرې بې رحمۍ فلسطینیان ایستلي او د هغوی کورونه یې ویجاړ کړي دي. اسراییلي چارواکي وایي، دا ودانۍ په غیر قانوني توګه جوړې شوې دي خو د کورونو خاوندان بیا وایي، ځمکې یې پلرنۍ دي او د جوړولو جواز یې له فلسطیني ادارې تر لاسه کړی دی. فلسطین چې له کلونو راپدېخوا د اسراییلي ځواکونو له زور او ستم سره مخ دی وګړي یې وایي، د اسراییل ظلمونو ته به پر وخت بي المثل ځواب ورکړي.





































