د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي، امریکا هڅه کوي بریتانیا له ایران سره جګړې ته وهڅوي او په همدې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په خپل لاس بل کړي اور ته لمن وهل پیل کړي دي. د هغه په خبره که چېرته ایران جګړه کولی نو امریکا سره به یې کړې وای، خو د ده په خبره ایران سوله خوښی هېواد دی او له بریتانیا سره به پیل شوی کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي. ظریف پر خپل ټویټر لیکلي، ټرمپ له دې ویرې چې ټیم یې سره ونه پاشل شي هڅه کوي خپل ټیم په بې ځایه کارونو مصروف کړي. هغه زیاته کړې، یوازې تدبیر او غوره لرلید کولی شي د ټرمپ او د هغه د ادارې دسیسې ناکامي کړي او دوی به په همدې هیله له بریتانیا سره د ستونزو حل ته مټې را بډوهي.





































