د رسنیو د راپورونو له مخې د بلوچستان په مرکز کوټه کې د یوه دوکان مخې ته په موټر سایکل کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو. ددغه توکو د چاودنې له امله ۲ کسه وژل شوي او اتلس نور ټپیان دي. پاکستاني پولیس وایي په پېښه کې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي چې په سیمه کې یې کاروبار کاوه. تر اوسه ددغه چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی. امنیتي سرچینې وایي په دې اړه به پلټنې کوي او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.





































