د سوریې د حکومتي ځواکونو په عملیاتو او هوایي بریدونو کې د ماشومانو په ګډون اووه ملکیان وژل شوي دي. د سوریې د بشري حقونو ډله چې مرکز یې په لندن کې دی وایي، په دې عملیاتو او هوایي بریدونو کې د تېر په څېر یو ځل بیا ملکي وګړي په نښه شوي دي. تر دې یوه ورځ مخکې هم د سوریې په شمال لوېدیځ کې د حکومت او روسیې په هوایي بریدونو کې پنځوس کسان وژل شوي وو. دا په داسې حال کې ده چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسي تر اوسه تر ۳۷۰ زره ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.





































