د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په واشنګټن کې د امریکا د سولې په مرکز کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې ویلي چې پښتون ژغورنې غورځنګ باندې یې ځکه بندیزونه ولګول چې دې ډلې پر پوځ بریدونه کول. نوموړي ویلي، کله چې دغه غورځنګ جوړ شو غوښتنې یې معقولې وې خو د وخت په تېرېدو یې د پاکستاني پوځ پر ضد ویناوې کولې او بریدونه یې کول. خان ویلي، دی د قبایلو په اړه ډېر پوهېږي او په وار وار یې ویلي چې دې سیمو ته باید پوځیان ونه لېږل شي ځکه چې په وینا یې قبایل له پوځ سره ستونزه لري او نه غواړي څوک ورباندې واک وچلوي. هغه دغه راز ویلي، هر کله چې به ده په یاده سیمه کې د پوځي عملیاتو مخالفت کاوه نو خلکو به ورته طالبان خان ویل. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پښتون ژغورنې غورځنګ وایي دوی سوله ییز خلک دي او له سوله ییزو لارو خپل حق غواړي.





































