د پنجاب یوې ځایي محکمې د جماعت الدعوه په نوم د ناقانونه ډلې مشر حافظ سعید له ترهګرو سره د مرستې په تور د دوو اونیو له پاره زندان ته لېږلی دی. حافظ سعید هغه څوک دی چې امریکا ته د عمران خان تر سفر مخکې ونیول شو، د نوموړي پر نیول کېدو ټرمپ هم غبرګون ښودلی و او زیاته کړې یې وه چې د ممبی د بریدونو طراح نیول شوی دی او دا د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان نیک اقدام دی. خو وروسته بیا امریکایي رسنیو راپورونه خپاره کړل چې سعید تر دې وړاندې هم په پاکستان کې په ازاده توګه ژوند کاوه، په وار وار نیول شوی او بېرته خوشی شوی دی. سرچینې ویلي و چې دا ځل د نوموړي د نیول کېدو لامل له امریکا د عمران خان امتیاز اخیستل دي.





































