د پاکستاني پوځ ویاند اصف غفور ویلي چې امریکا ته له عمران خان سره تللي د دې هېواد د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره لیدلي دي او د افغانانو په مشرۍ یې د سولې پروسې پر ارزښت ورسره خبرې اترې کړې دي. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، باجوه او پومپیو په دې لیدنه کې د افغانانو په مشرۍ د سولې پر مذاکراتو ټینګار کړی دی او دا خبرې یې د دوی تر مشرۍ لاندې ګټورې بللې دي. د نوموړي په خبره، دوی دواړو د پاکستان او امریکا د اړیکو پر لا پراخولو هم خبرې کړې دي او دواړو لوریو له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې پر ګډو هلو ځلو ټینګار کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تل په افغان سوله کې د ریښتینو هڅو خبره کړې ده خو تر اوسه یې په دې برخه کې څنګه چې لازمه ده همکاري نه ده کړې اوس به وخت ثابته کړي چې دا هېواد په دې برخه کې څومره ریښتنی دی.





































