د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، که چېرته امریکا ورباندې لګول شوي بندیزونه لري کړي نو ورسره خبرو ته چمتو دي. نوموړي ویلي، امریکا هڅه کوي د ایران او ځینې نورو هېوادونو ترمنځ ستونزې جوړې کړي، خو دوی به هیڅکله د امریکا په لمسون چا سره کړکېچ ته داخل نه شي. هغه دغه راز زیاته کړې، له بریتانیا سره د تېل وړونکو کښتیو مبادلې ته او پر خپل اټمي پرواګرام له امریکا سره غیر رسمي خبرو ته تیار دي. د ایران ولسمشر وایي، هېواد یې له یو شمېر اروپایي هېوادونو سره د اړیکو د ترینګلتیا په هڅه کې نه دی او که دا هېوادونه د ده په خبره له خپلو ایران ضد اقداماتو او له هغې ډلې په جبل الطارق کې د ایران د تېل وړونکو بېړیو له نیولو لاس واخلي، نو د ایران له لوري به هم مناسب ځواب تر لاسه کړي.





































