د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې هېواد د کانګریس خلاف پر سعودي او اماراتو وسلې پلوري. امریکا څه موده وړاندې اعلان وکړ چې پر سعودي او متحده عربي اماراتو به د اته میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې وپلوري، خو د امریکا سنا او ولسي جرګې دواړو پر سعودي او اماراتو د وسلو پلورلو له پرېکړې سره مخالفت کړی دی. کانګریس وایي، دوی وېره لري چې دغه وسلې کېدای شي په یمن کې د ملکي وګړو پر وړاندې وکارول شي. خو ټرمپ ویلي، د کانګریس پرېکړې په نړۍ کې د امریکا سیالي کمزورې کوي او ددې هېواد او متحدینو ترمنځ اړیکې زیانمنوي نو په همدې اساس یې پرېکړو ته درناوی نه لري. سنا به رایه اچونه کوي څو د ټرمپ پرېکړه باطله کړي خو شنونکي وایي کانګریس به د دې پرېکړې پر مخنیوي بریالی نه شي.





































