د امریکا او جنوبي کوریا چارواکي وایي چې شمالي کوریا د لنډ واټن بالیستک توغندیو ازموینه کړې ده. شمالي کوریا په داسې وخت کې د لنډ واټن د دوو بالیستک توغندیو ازموینه کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ، شمالي کوريا ولسمشر سره یوه میاشت مخکې د اټومي وسلو د مخنیوي په سر هوکړه کړې وه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمالي کوریا نه غوښتي، چې د دغه ډول پارونکو اقداماتو نه ډډه وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د بلومبرگ سره په یوې مرکې کې ویلي، چې له شمالي کوریا سره په راتلونکو څو اونیو کې د خبرو امکان موجود دی. هغه ویلي، چې پکار ده دغه مسله له دپلوماتیکو لارو حل شي.





































