د امريكا سنا جرګې جنرال مارك ميلي د دې هېواد د لوى درستيزانو كمېټې د نوي ریيس په توګه تاييد كړ. ميلي د جنرال جوزېف ډانفورډ ځايناستى كېږي. د ډانفورډ كاري دوره د راتلونكې اكټوبر مياشتې په لومړۍ نېټه پاى ته رسېږي. د امريكا سنا جرګې ميلي په ۸۹ موافقو او يوې مخالفې رايې تاييد كړى دى. نوموړى دمګړۍ د متحدو ايالتونو د لوى درستيز په توګه دنده ترسره كوي. ده په افغانستان او عراق كې هم دندې ترسره كړې دي. د امريكا د لوى درستيزانو كمېټې ریيس د دغه هېواد ولسمشر، د ملي امنيت شورا او د دفاع وزير ته د پوځي مسايلو په تړاو مشورې وركوي.





































