په جنوبي کلیفورنیا کې د انساني قاچاق په تور د نیول شویو امریکایي عسکرو شمېر مخ په زیاتېدو دی. چارواکي وایي چې په همدې موخه یې په خپلو تازه عملیاتو کې شاوخوا اتلس امریکایي عسکر نیولي دي. د نیول کرمینل انویسټګیشن سرویس په نامه د سمندري پوځ د جرمونو د پلټنو د څانګې ویاند جیفري هوسټن ویلي، د سن ډیاګو په ۷۹ کیلومټرۍ کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۸ امریکایي عسکر د انساني قاچاق په تور نیولي دي. دا کسان په داسې حال کې نیول کېږي چې د تېرې سه شنبې په ورځ هم د دې پوځ چارواکو خبر ورکړی وو چې په یو لړ عملیاتو کې یې ۱۶ عسکر نیولي دي. پر دې عسکرو تور دی چې له قاچاقبرانو نه یې پیسې اخیستې او کډوال به یې په خپلو موټرو کې ټاکلي ځای ته رسول. خو یاد نیول شوي عسکر دا تورونه ردوي.





































